اسلام او د بشر حقوق
اسلام يو دارنگه ټولنيز نظام دى چې په هغه کې د انسان نيکمرغۍ ته د کمال مطلوب په عنوان پاملرنه کيږي، په دې ليدتوگې سره، د پيغمبرانو بعثت، د الهى لارښوونو سره يو ځاى، انسانانو ته ارشاد کوي تر څو هغوى له نازل شويو لارښوونو څخه په گټه اخيستنې اود حق او باطل په ميزان سره، پخپله د قسط اوعدل په اقامه باندې لاس پورې کړي.(۱)
اسلام يو ايډيال نظام دى چې په هغه کې له يوې خوا، بيلگه ايزه (نمونه اي) ټولنه انځوريږي ترڅو خلک هغه خپل سر مشق وگرځوي، او له بلې خوا، د خلکو له پاره د هغوى وړ ځاى رامينځ ته کيږى چې په ارزښتي نظام کې هم د حق او تکليف مشمول شي او هم دا چې د خپل سياسي ټنډه ليک ټاکونکى وي.(۲)
لومړى پاراگراف: انسانى ژوند
عدالت د هرې انسانى ټولنې کمال مطلوب دى چې د هغه په شتون سره، افراد کولاى شي د وړ فردى او ټولنيز ژوندانه څخه برخمن شي، قرآن مجيد هغه آسمانى کتاب دى چې په هغه کې ټولو افرادو او ټولنو نيکمرغي په پام کې ده، داسې نيکمرغي چې يوازې به د عدالت په ټينگښت سره ميسره وي. دا الهى دين، د بشر د فردى او ټولنيزو ځانگړتيا وو، خصلتونو او استعدادونو د بيان په ترڅ کې، فرداو ټولنه څرنگه چې ده او څرنگه چې بايد وي تر پاملرنى لاندى نيسي.
لومړى: د انسان فردى ژوند
انسان، د څښتن تعالى د مخلوق په عنوان له يوې خوا، د ذاتي کرامت درلودونکى دى او له بلى خوا، د خپلو استعدادونو په کار اچولو سره، په سلوکي لوړو ژوروکې، کولاى شي د کرامت درجو ته ورسيږي.
الف) ذاتى کرامت او د انسان مثبت او منفى استعدادونه
څښتن تعالى ټولو افرادو ته، د خلقت له هماغه پيل څخه، شرافت او عزت ور بخښلى دى او د طبيعت (وچه او سيندونه) په ځينو پديدو او ښکارندو باندې دده په واکمنۍ هغوى د اشرف المخلوقات په کتار کې درولى دى.(۳)
سره له دى چې انسان په جسمى توگه له خاورو څخه جوړ شوى دى(۴) خو په همدې د خاورو په جسم کې خدايي روح پو کړل شوى دى، تر دې چې پرښتې (ملايک) هغه ته په سجده پريوتل(۵) دا عالي مرتبه د بشر ټولو افرادو ته په مساوي توگه او له توپير (تبعيض) پرته په سولې او عدالتباندې ولاړ دوړ ژوندانه د حق غوښتنه کوي.
سره له دې هم بنى نوع بشر، په خپلو بيلابيلو ځانگړتياوو او استعدادونو سره کولاى شي د دوو بي نهايته منفي لکه سرکشى (طغيان)(۶) او ستمگرى (ظلم)(۷) او مثبت لکه نيکي(۸) او عدالت کول(۹) بعدونو کې خپل استعداد په کار واچوي او په خپل انتخاب (خوښي) سره، د صعود لوړتيا، سقوط (لويدلو) پړاوونه ووهي.(۱۰)
ب) له انسانى وړ چال چلند څخه رامينځ ته شوى اکتسابي کرامت
انسان، د آزادۍ له موهبت (بخښنى) څخه په برخمن توب، او ددوه متلازمو (احساس) او (تعقل) په منطق سره په تکيى کولاى شي د خپل ژوندانه لاره انځور کړي. د احساس منطق، انسان د غريزوي گټو د ترلاسه کولو لوري ته راکاږي او په مقابل کې، د عقل منطق تل انسان د حق پيروۍ ته رابولي (علامه طباطبايى، تفسير الميزان، ج۴، ص ۱۹۱). ددى دوو منطقونو څخه په هر يو باندى يو دبل په نسبت له حد څخه زيات ټينگار چې يو په (خاکي) طبيعت او بل د انسان په ملکوتى خصلت باندې متکى دى کولاى شي انسان يا په ځان غوښتنه او جاه طلبۍ کې د افراط لوري ته راکاږي او يا دا چې نوموړى د حق غوښتنې، نوعدوستۍ، عدالت غوښتنې او د نورو د حال د مراعات په لوري روان کړي.
په بل عبارت، ټول انسانان په ذاتي توگه د برابر حيثيت او وقار خاوندان دي، خو هر څوک کولاى شي، له غريزوى تمايلاتو څخه له حد څخه په زياتى پيروۍ سره، اخلاقاً په سقوط محکوم وي، يا د خپلو خوښو استعدادونو په کار اچولو سره د انسانيت د کمال پړاوونه ووهي او لوړو پوړيو ته پورته شي. په دې ترتيب سره دى چې انسانى چال چلندونه بيلابيل پړاوونه او منزلونه رامينځ ته کوي او په پايله کې، افراد يو دبل په نسبت لوړتيا مومي دا منطق په الهي کلام کې دارنگه تر سترگو کيږي: ژباړه: (اى خلکو بيشکه مونږ پيدا کړى يي تاسي (ټول اصل) له يوه سړي چې (آدم) او له يوي ښځى چې (حوا) ده او گرځولي يې مونږ تاسې څانگې او قبيلې قبيلې د پاره ددې چې وپيژنۍ يو له بل سره بيشکه چې ډير مکرم او معززله تاسې څخه په نزد د الله ډير متقى ادب لرونکى ستاسې دى.) (الحجرات، ۱۳، آيت)
دوهم: بيلگه ايزه اسلامى ټولنه
قرآن مجيد له انسانى سازمان موندلې ټولنې سره د (امت) تر عنوان لاندې مرسته کوي.
(امت) په لغت کې په هغې انسانى ټولنې باندې اطلاق کيږي چې د هغې غړې گډ نيت او نظر ولري. پر قرآن مجيد کې دا عبارت (۴۹) ځله کار ول شوى دى چې په دې مينځ کې د (امت واحده) او (امت وسط) اصطلاحگانې د هغه له رکنونو او عناصرو سره پام ځانته را اړوي.
امت واحده د هغه له بيلابيلو طبيعي(۱۱) او اختياري(۱۲) بيلابيلو جلوو سره د قرآن مجيد تر اشارو لاندې راغلى دى، خو په بلې جلوې سره د موحدينو او د هغوى د پيغمبرانو سلسلې په واحدې مجموعه کې قرار نيولى دى چې د څښتن تعالى لمانځنې ته بلل شوى دى.(۱۳) څښتن تعالى د بيلگه ايزي اسلامى ټولنې د تاسيس په بيان کې فرمايي: ژباړه: او هم داسې (لکه چې هدايت مودرته کړى دى) گرځولى يي مونږ تاسې يوه ډله غوره د پاره ددې چې شئ شاهدان پر نورو خلکو (د جزا په ورځ د انبيا و له خوا) او چې شي (محمد) رسول (الله) پر تاسې (اي محمدي امته!) شاهد. (البقره، ۱۴۳، آيت)
د اسلامى بيلگه ايز امت ځينو غوره ځانگړنو ته اشاره کوو
۱- په بيلگه ايزه اسلامى ټولنه کې بايد د خلکو ترمينځ برابرى (مساوات) برقرار وي او څښتن تعالى له دې امله د هر ډول امتياز او تمايز لاره تړلى ده. نو له دې کبله، د ټولو قومونو او ملتونو د ټولنيز ژوندانه په بيلابيلو څانگو کې، په يو باندې د بل امتياز او لوړتيا نه شته مگر په علم او تقوا سره(۱۴).
۲- په اسلامى نظام کې فرد او ټولنه دواړه اصيل دى، پدى معنا چې ټول افراد له ټولو حقوقو او فردى معقولو آزاديو څخه، تر هغه بريده چې د اسلامى ټولنى بنسټونو او شتونو ته زبان او خساره ونه رسوى برخمن دى.
۳- اعتدال او مينځلاري توب د اسلامى زده کړو او ټولو احکامو يو لارښود اصل دى.
مينځلارې توب او اعتدال په دې معنا دى چې نه د مشرکينو او بت پرستانو په څير، ټول پام يې مادياتو او جسمانياتو او د هغوى لذايذو ته دى او نه دا چې لکه د ځينو مسيحيانو په څير ټوله توجه يې ورحي او رهبانې اړخونو اوله جسمي کمالاتو څخه ډډه کولو ته ده، بلکې هر مسلمان فرد معنوياتو او د آخرت لوري ته د پاملرنې په ترڅ کې، نه ښايي چې له دنيا څخه خپله برخه هيره کړي.(۱۵)دا اعتدال په عقيده، په ټولنيز پروگرام، په عباداتو او په اخلاقي چارو او په نورو چارو او د ژوندانه په شئونو کې په بشپړه توگه څرگندوي. په اسلامى مينځلارى توب کې، مسلمانان نه يو اړخيز کيږي، بلکې د ټولو فردي او ټولنيزو، مادي او معنوي اړخونو مراعات لازم او ضروري وي او په نتيجه کې په دريځ نيولو کې افراط او تفريط رټل شوى دى.
۴- ورورگلوي او ټولنيز پيوستون د متعادل اسلامى نظام يو ډير جوړوونکى معيار دى. له لرغونو او ځنډنو قومي اختلافاتو سره د مقابلې په مقام کې د څښتن تعالى فرمان دارنگه دى چې: ژباړه: (اومنگولى ولگوئ (اى مومنانو!) په رسۍ د الله (چې قرآن دى) ټول او مه سره مختلف کيږئ (وروسته له اسلامه). او ياد کړئ تاسې (اى مومنانو!) نعمت (احسان) د الله پر تاسې کله چې وى تاسې دښمنان نو الفت (مينه) يې پيدا کړه په مينځ د زړونو ستاسې کې نووګرځيدى تاسې په نعمت (رحمت) د الله سره (اسلامى) وروڼه. (آل عمران، ۱۰۳، آيت) په واقعيت کې دا د اسلامى امت گډ (مشترک) ايمان دى چې مخکيني اختلافونه له مينځه وړي او په ځاى يې وروري راولي.
۵- ډله ايز مسووليت د اسلامى امت بله ځانگړنه ده چې د هغه په اساس ټول افراد لومړى د خپلو ټولو ښو او بدو اعمالو مسوول دى.(۱۶) او بيا د ټولنې او د هغه د غړيو د سلامتيا د خوندي کولو له پاره خورا زياتى ژمنى او مسووليتونه په غاړه لري په نبوى حديث کې دارنگه ارشاد موجود دى: (الاکلکم راع و کلکم مسوول عن رعيته). مالى (لکه زکات) سياسى (لکه جهاد) او ټولنيز (لکه په معروف امراوله منکر څخه منع کول) تکاليف د هغه مسووليتو له جملې څخه دى چې د خلکو د پرگنو په واسطه د هغوى تر سره کول د ټولنى دوام او ټينگښت راولي.
دوهم پاراگراف: ټولنيزې اړيکې او د بشر حقوق
د اسلام په دين کې د انسان ټولنيز کيدل په لارښوونکو اصولو ولاړ دى چې ټولنيزه نيکمرغي تامينوى. دا اجتماعي انسان، په خپل ځاى کې د فردي خپلواکو يا له ټولنې سره په اړيکه کې د حقوقو خاوند هم دى.
لومړى: په ټولنيزو اړيکو باندې واکمن اصول
د انسانى افرادو ټولنمننه معاشرت او د اړيکو ټينگول حتمي دي. په دې صورت کې، ټولنيز ژوند بايد دارنگه تنظيم شي چې افراد يو دبل ترڅنگ د امنيت او هوسايى احساس وکړي.
لکه هماغسې چې وړاندې ورته اشاره وشوه، قرآن مجيد د قسط او عدل اقامه د الهي تعاليمو اود پيغمبرانو تر ارشاد لاندى د خلکو په غاړه ايښى ده. (الحديد، ۲۵، آيت)
که څه هم د څښتن تعالى رضايت دوسط امت او بيلگه ايزي اسلامى ټولنې په تشکيل کې دى، خو زيات افراد او قومونه، د بيلابيلو عقايدو او علايقو په درلودلو سره، په عملي توگه يو له بل سره په ژوند کولو مجبور دي چې ټولنه يې د بيلگه ايزې جامعې ځانگړتياوو څخه برخمنه نده. په دې حالت کې، د هرې ټولنې اقل حد انتظار د دايمي سولې څخه برخمنتيا ده ترڅو په دى وسيلي سره د افرادو له مينځ څخه تشويش او انديښنه ليري شي.
د اسلام دين، ددې نظر په تامين سره، د دريو اساسى اصولو په واکمنۍ باندۍ ټينگار لري.
الف) د مساوات اصل
د مساوات اصل په کوچينو او لويو ټولنو کې د گډ ژوندانه بنسټ گڼل کيږي.
د اسلامى مفکورې په اساس، انسانى افراد له هر قوم او قبيلې څخه چې وي، د بنى آدم په عنوان، د مشترک ټبر لرونکي دي.(۱۷)
ددې تکو يني برابرۍ په بنسټ دى چې د افراد قومي، نژادي او اجتماعي لوړتيا يو د بل پورې تړلې ده. په حديث شريف کې راغلي دي چې: (ايها الناس کلکم لادم و آدم من تراب ليس لعربى على اعجمى و لا لاعجمى ولا لاحمر على اسود و لا لا سود على احمر فضل الا بالتقوى.) د ستر پيغمبر په قول: افراد د حق په وړاندى لکه دږ منځى د غاښونو په څير يو دبل سره مساوى دى(۱۸).
ب) د مسووليت اصل
د انسانان نو اجتماعي کيدنه د انساني متقابل زغم او رعايت ضرورت ايجابوي او د (مسووليت) اصل را څرگندوي. په دې ترتيب سره، آزادي تل له مسووليت سره ملگرې ده چې د هغې په اساس د انسانانو ښه يا بد سر نوشت ټاکل کيږى(۱۹) مسووليت د مسلمانۍ شرط دى تر هغه ځايه چې هر څوک شپه سبا کړي او د مسلمانانو دچارو غم ونه خوري او يا يو فريادو اوري او د فرياد پوښتنه ونه کړي مسلمان نه دى(۲۰) په دې مراتبو برسيره، اسلامي متقابل مسووليت ددى غوښتنه کوي چې مسلمانان بايد د خپلو شاوخوا مسايلو په نسبت حساسيت ولري او د ټولنې د سالمى جوړولو او خير ته د بلنې له پاره د معروف امراودمنکر څخه د مخنيوي له پاره اقدام وکړي(۲۱)
ج) د گډ ژوند اصل
د (سوله ايز گډ ژوند) اصل د ا سلامى ټولنې له ځانگړتياوو څخه دى.
دا گډ ژوند په دوه (اسلامى) او (انسانى) بڼو تر خاصې پاملرنې لاندې قرار لري:
۱- اسلامې گډ ژوند دد ښمنيو د له مينځه وړلواو د زړونو ميني ته رسيدلو او د ورور گلوۍ د اصل د ټينگښت شعار ورکوى.(۲۲)
۲- په انسانى گډ ژوندانه کې غير مسلمان افراد هم په خوشبينانه توگه د اسلامى ټولنې تر ملا طفت آميزه پاملرنې لاندې قرار لري(۲۳) او د دوستانه او متعارفه اړيکو(۲۴) او د ښه چال چلند سره يو ځاى د ارشادي اړيکو څخه برخمن دى(۲۵)
دوهم: د ځينو حقوقو او انسانى آزاديو عنوانونه
په متعادل اسلامى نظام کې د بشر د افرادو حقوق په خپلو ځانگړو قيوداتو سره منل شوي دي چې ځينو ته يي په لاندې توگه نغوته کوو:
۱- د ژوندانه حق، د انسانى حقوقو او منافعو د اساسي بنسټ په عنوان تر پاملرنې لاندې دى او هر څوک حق لري له کوم مزاحمت پرته خپل ژوندانه ته دوام ورکړي. د اسلام سپيڅلى دين، انسانى ژوندانه ته په ارزښت قايليد لوله قانوني مجوز پرته د نفس وژنه ستره گناه بولي(۲۶) او حتى له قانونى مجوز پرته د يو نفر وژل د ټولو خلکو له وژنې سره برابر بولي.(۲۷)
۲- د عقيدې آزادي هم، د انسان د طبيعي حق په عنوان د اسلام تر پاملرنې لاندې ده. او هيڅ اجبار او ديني اکراه وجود نه لري. په دې هکله د اسلام ستره پيغمبر حضرت محمد مصطفي(ص) ته خطاب کيږي چې نه شي کيداى خلک په اکراه سره ايمان راوړلو ته مجبور کړو(۲۸) په دې ليدتوگې سره، د افکارو ټکر د عقيدې د تحميل پرمخ لاره بند وي او هر څوک مختار دي دخپل ځان له پاره تر ټولو ښه افکار غوره کړي.(29)
3- د افراد و برابري په ټولنيز و چارو او شئونو کې دا صولوله مخې د اسلام د منني وړ ده. اما دا مساوات په ځينو مواردو کې دښځمنو او نارينه وو او مسلمانانو او غير مسلمانانو په مينځ کې نه ترسترګو کيږي.
1) ښځى او نارينه په عين حال کې چې د انسانيت په اصل کې يو له بل سره برابر دى(30) او دپوهى په زده کړه کې د دوى تر مينځ د توپير او تبعيض نشتوالى(31) د عمل په استقلال او دارا دې په آزادۍ(32) په اقتصادي چارو(33) د کارپه ترسره کولو او (3۴) په ځينو مجازاتو کې ليدل کيږى او په ځينو مواردو کې لکه شهادت(۳۵) د کور د چارو اداره(3۶) اوارث(37) کې دا تساوي (برابري) ګډوډيږي. د نظر خاوندان دا نابرابري د ښځمنو او نارينه وو تر مينځ له طبيعى تفاوت څخه ناشي بولي، نه له تبعيض څخه. او دا توپيرونه په هيڅ توګه په ښځه باندې د نارينه د لوړتيا په معنا نه دى (شهيد مرتضى مطهرى، نظام حقوق زن در اسلام، انتشارات صدرا، اتم چاپ 1357 له 167 څخه وروسته مخونه).
2) د غير مسلمانانو په هکله، د اسلام دين خورا ډير انساني حقوق په بيلابيلو زمينو کى لکه د ژوندانه حق، د عقيدى آزادى، شخصيه احوال، او په ښو اخلاقو سره چال چلند(38) دهغوى له پاره په رسميت پيژندلي دى او اسلامي دولت پازوال دى چې په ټولنيز و چارو کې له هغوى سره منصفانه چال چلند ولري. خو په نورو اديانو باندې د اسلام د سپيڅلي دين د اصولي لوړتيا په ترڅ کې(39) د جزيي دورکولو په شرط سره هغوى ته د ګډ ژوندانه په حق قايل شوى دى(40) په دې سربيره، په اسلامي ټولنه کې د چارو اداره کول په انحصاري توګه د مسلمانانو په واک کې دي او غير مسلمانان په دې هکله حق نه لري.
لمن ليکونه:
1.خامخا په تحقيق ليږلي ؤ مونږ پيغمبران خپل سره له ښکاره، دلايلو او نازل کړى ؤ مونږ له هغوى سره کتاب او ميزان (تله) (قواعد د عدل) لپاره ددى چې و دريږي خلک په انصاف باندى. ( الحديد/ 25- آيت).
2.او اراده وکړه مونږ ددى چې منت (احسان) کښيږدو پر هغوکسانوچې ضعيفان کړى شوي وو په ځکه د (مصر) کې او چې وګرځوو مونږ دوى امامان (د دارينو مقتدايان) او وګرځوو مونږ دوى وارثان (د ملک د فرعون) (القصص۵- آيت).
3.اوخامخا په تحقيق ډير عزت ورکړى دى مونږ اولاده د آدم ته او سواره کړي مودي دوى په مرکوباتو باندې په بر (وچه) کې او په بحر(سيند) کې او رزق (روزي) مو ورکړې ده دوى ته له طيبانو (پاکيزه ؤ شيانو) او غوره کړي مودي دوي پر ډيرو له هغه چا چې پيدا کړي مودي په غوره کولو (ډيرو) سره. (بنى اسرائيل/70 آيت)
4.(اوياد کړه) هغه وخت چې وويل رب ستا ملايکو ته چې بيشکه زه پيدا کوونکى يم د يوه بشرله کودروکړ توګيدونکو وچو څخه (چې جوړه شوى دى) له تورې خټې خوساشوي څخه. الحجرات/128- آيت)
5.نو کله چې مې برابر کړ دغه (بشر) او پومى کړپه ده کې له روح خپل (اودى پرى ژوندى شو) نو پر يوځى تاسې ده ته په دى حال کې چې سجده کوونکى يي. نو سجده وکړه ملايکو ټولو ددوى تمامو (يوکرت). (الحجر/ 29 او 30 آيتونه)
6.رښتياده د اخبره بيشکه انسان خامخا سر کشي کوى ددې له امله چې ويني ګڼې خپل ځان بى پروا (په مال سره. (العلق/ 6 او ۷ آيتونه)
7.بيشکه انسان خامخالوى لوى ظالم ډير ناشکره دى. (ابراهيم/ 24- آيت).
8.او مرسته کوى تاسې يوتر بله په نيک کار او تقوا (پرهيزګارى) سره. (اکائده/ 2-آيت)
9.اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى (يعنى اى مومنانو!) اوسى تاسې محکم ولاړ (په حق باندى) له پاره د الله (اوسي تاسې شاهدان په قسط (عدل او انصاف) سره او نه دې باعث کړي تاسې دښمني ديوه قوم په دې باندې چې عدل (انصاف) به ونه کړئ تاسي، عدل وکړى تاسې!، هم دا عدل ډير نژدى دى تقوا (پرهيزګارۍ) ته او ويريږى تاسي له الله (نو ظلم مه کوئ) بيشکه چې الله ښه خبردار دى په هغه اعمالو چې کوئ يې تاسى. (المائده/8- آيت)
10.چې خامخا په تحقيق پيدا کړى دى مونږ انسان په ډير ښه اعتدال سره. بيا وګرځاوه مونږ هغه (انسان په ضمن د بعضو افرادو کې) ډير ښکته ترښکتو نه (چې لاندينۍ طبقهد دوزخ ده). مګر هغه کسان چې ايمان يى راوړى دى او کړى يي دى ښه عملونه نو وى به دوى ته اجر (ثواب) بى انتها بلا انقطاع. (التين/4- 6، آيتونه)
11.وو ټول خلک (په ابتداکې) ټولى يو په يوه حق دين (بيا ځينى کافران او ځينى مسلمانان پاتى شول. (البقره/ 213- آيت)
12.او که اراده فرمايلي وى رب ستانوهر ومرو (خامخا) به يې ګرځولى ؤ دا خلک ټول سره امت يو (متفق په ايمان او طاعت طوعا) او هميشه به وى دوى اختلاف کوونکى په دين کى. (هود/119-آيت.)
13.په تحقيق دا ملت (دتوحيد ملت او د اسلام دين) ستاسې، ملت يودى (چې په دغه دين متفق دي ټول انبيا) او زه رب ستاسي يم پس عبادت کوي زما (خاص نه دبل) (الانبيا/92-آيت) او بيشکه دا (سماوي دين چې توحيد او نور مومن به شيان دى اى رسولانو) دين د تاسي (او د امتيانو دتاسي د ټولو) دى په دې حال کې چې دين يودي او زه رب د تاسې يم نو وويريږى له ما. (المؤمنون/ 52- آيت.)
14.الحجرات/13 آيت.
15.اووغواړه په هغه (دولت ) چې درکړى دى تا ته الله کور د آخرت او مه هيروه برخه خپله له ماله د دنيا، (القصص/ 77- آيت)
16.هر هغه څوک چې وکړي (کوم کار) نيک نو (وکړه داکار) دپاره د نفع د ځان خپل او هر هغه څوک (چې وکړي کوم کار) بد پس پرهم ده دى وبال او ضرر يې بيا خاص رب ستاسې ته به بيول کيږى په قيامت کې لپاره د جزا د اعمالو. (الجاثيه/15- آيت).
17.اي خلکو!تل وويريږئ له ربه خپله! هغه رب چې پيدايې کړى تاسې له نفسه يوه نه (چې آدم عليه السلام دى) او پيدا يې کړه له دې نفسه جوړه دده (چې حوا ده) او خپاره يې کړل له دې دواړ و څخه سړي ډير او ښځى ډيرى. (النسا/ لومړى آيت)
18.الناس امام الحق سواْ کاسنان المشط (نبوى حديث).
19.هر څوک چې وکړى نيک کار پس دپاره د ځان خپل يې دى او هرڅوک چې بدکار وکړي پس هغه بار دى په ده او نه دى رب ستا ظلم کوونکى پر بندګانو (چې بى موجبه يې په عذاب کړي) (حم السجده/ 46- آيت).
20.من اصبح ولم يهتم بامورالمسلمين فليس بمسلم و من سمع رجلاينا دى يا للمسلمين فلم يجبه فليس بمسلم (نبوى حديث).
21.او وى دى (تل) له تاسې يوه ډله چې بولي خلک په طرف د خير (اسلام) او امر (حکم) کوى خلکوته په معروف (نيکۍ) سره او منعه کوي خلک له منکر (بدى) نه او دغه آمرين بالمعروف ناهين عن المنکر) هم دوى دى په مراد رسيدلى. (ال عمران/ 104- آيت)
22.آل عمران/ 103- آيت
23.ښائيږي چې الله پيدا کړى په مينځ ستاسې کې او په مينځ دهغو کافرانو چې دښمني لرى تاسې له هغوى سره دوستى او الله (په هر شي چې اراده وفرمايي) ښه قادر دى (چې ځينى يى دغه دښمنى په دوستۍ سره بدلول دى) او الله ښه مغفرت کوونکى دى ډير رحم والادى. (الممتحنه/7- آيت).
24.نن ورځ حلال کړى شوى دى تاسې ته ټول طيبات (پاکيزه شيان) او هر قسم طعام دهغو کسانو چې ورکړى شوى دى دوى ته کتاب حلال دى تاسې ته او هر قسم طعام ستاسي حلال دى دوى ته (المائدة/5- آيت)
25.بلنه کوه (اى محمده! خلکوته) ليارې درب خپل ته (چې توحيد او اسلام دى) په حکمت (محکمې خبرې د قرآن) سره او په موعظه دبند) نيک سره په ښه ډول طريقه او مباحثه کوه له دوى سره په هغې طريقى سره چې هغه ډيره ښه وى.) (النحل/125- آيت).
26.او مه وژنى تاسې نفس هغه نفس چې حرام کړى دى الله (وژل يې) مګر وژنى يې په حقه سره. (الانعام/ 151- آيت)
27.هر څوک چې و وژني يو نفس بى له (عوض، بدل د) بل نفس نه (يابې) له فساد په ځمکه کې (چې په ملک کې يې فساد کړى وى) نو ګواکى وژلي يې دى خلک ټول. (المائده/ 32- آيت.)
28.او که اراده فرمايلى وى رب ستا ايمان د ټولو خلکو خامخا ايمان به را وړى وى هغو کسانو چې په ځمکه کې دى ټولو په اجتماع سره، آيانوته مجبوره کوى بى له ارادى زما خلک پر هغه چې شي دوى ټول مومنان (يقين لرونکى) بلکى نه يى شى. (يونس/99- آيت.)
29.پس زيرى وکړه (اى محمده) پربندګانو زما هغو چې اوري خبره (دقرآن) پس متابعت کوي دوى ډير ښه دهغه (الزمر/17-18 آيتونه).
30.النسا/ لومړى آيت.
31.طلب العلم فريضة على کل مسلم و مسلمة (نبوى حديث)
32.او هر څوک چې عمل وکړى له ځينو نيکو کارونو له نارينه ؤ او له ښځو حال دا چې دى مومن وى نو دغه نيکوکاران داخل به شي په جنت کې او ظلم به و نه شي په دوى (په اندازه) د نقير (هم يعنى پر دوى په هيڅ شي کې هيڅ ظلم نه کيږى.) (النسا/ 124- آيت.)
33.شته نارينه ؤ لره نصيب (برخه، مقرره له ازله) په سبب دهغه عمل چې کړى وى دوى اوشته ښځو لره نصيب (برخه مقرره له ازله) په سبب دهغه عمل چې کړى وى دوى. (النسا/32، آيتونه.)
34.هر چا چې وکړنيک عمل له نارينه څخه يا له ښځې څخه حال دا چې دى مومن وى نو خامخا ژوندون به ورکړو هرومرو خامخا هغه ته ژوندون طيبه (پاکيزه)، او خامخا جزا به ورکړو هرومرو خامخا دوى ته اجر ددوى په ډير ښه دهغو نيکو سره چې وو دوى په دنيا کې چې کولى به يې (النحل/97- آيت.)
35.او شاهدونيسئ تاسې په خپلو معاملوکې دوه شاهدان له سړ يو ستاسې چې مسلمانان، عاقلان، بالغان او اصيلان وى پس که نه وو دوه نارينه شاهدان نو يو سړى دې وي او دوه ښځى. البقره/282- آيت.)
36.سړى حاکمان مقرر شوي دى پر ښځو باندې په سبب ددې چې فضليت (لويي) ورکړى دى الله ځينى ددوى ته پرځينو نورو باندې او په سبب ددى چې نفقه (لګښت) کوى دوى پر دغو ښځو له مالونو خپلو. (النسا/ 34- آيت.)
37.حکم کوي تاسې ته الله په حق د ميراث د اولاد ستاسې کې چې (تاسې مړه شي) شته نارينه لره له ميراثه په مثل د برخى د دو وښځو. (النسا/9- آيت).
38.نه منع کوي تاسي (اى مومنانو) الله له (دوستۍ د) هغو کسانو چې نه دې کړى جنګ له تاسو سره په کارد دين کې او نه يې ايستلي تاسې له کورونو خپلو څخه له دى نه چې نيکي کوى تاسې له دوى سره او چې عدل او انصاف کوى تاسي له هغوى سره بيشکه چې الله خوښوى دوست لرى انصاف (عدل) کوونکى (الممتحنه/8- آيت)
39.او هر څوک چې غواړي غير له اسلامه (چې توحيد او د الله احکامو ته انقياد دى) بل دين نو له سره به و نه مانه شي له ده نه ، حال دا چې وى به دى په آخرت کې له زيانکارانو (چې د اسلام د پريښودلو په سبب به تل په دوزخ کې پاتى کيږى). (آل عمران/85- آيت.)
40.و جنګيږى تاسې له هغو کسانو سره چې نه راوړي ايمان پر الله او نه په ورځې آخرې باندې (ځکه چې په پاک محمديي ايمان نه دى راوړى) او نه حرام ګڼي دوي هغه چې حرام کړى دى الله ((په قرآن کې)) او رسول ددغه (الله په حديثو نوکې) او نه قبلوى دوى دين حق (د اسلام دغه مذکورين) له هغو کسانو نه (دى) چې ورکړى شوى دى دوى ته کتاب (جنګ ورسره وکوى) تر هغه پورى چې ورکړى دوى جزيه له (خپله) لاسه حال داچې دوى ذليل وى.
يادونه: په لمن ليکونو کې راغلى د متبر کوآيتونو پښتو ژباړه له کابلي تفسير څخه را نقل شوى ده.